إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ
سیوا دبندگانو ستا ددوئ نه چه بچ ساتلی شوی دی -
په دی کښی اشاره ده چه نیکان بندگان د ابلیس نه په بچ کیدلوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی ځکه چه مخلصین ئی په صیغه دمفعول سره ذکر کړی دی -
فائده: دا آیت دلیل دی په عصمت د انبیاء علیهم السلام دټولو گناهونونه ځکه که انبیاء علیهم السلام معصوم نه شی نوهغه نورخلق چه ددی آیت مصداق وی هغوی به غوره شی دانبیاؤ نه اوداد اصولو دشرعی نه خلاف ده -