قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ
اوئیل هغه ای ربه په دی وجه چه تا زه بی لاری کړم نو خامخا ښائسته به ښکاره کؤوم دوئ ته د دنیا په څیزونو کښی اوگمراه کؤوم به دوئ ټولو لره -
(بِمَا أَغْوَيْتَنِي) با سببیه ده اومراد داغواء نه گمراه کول دی یاحکم کول دی هغه ته په وتلوسره د جنت او آسمانونونه (فِي الْأَرْضِ) مراد ځمکی نه دنیا اود دنیا مالونه وغیره دی - مراد دتزیین فی ا لارض نه مشغول کول دی په مخبت ددنیا سره په طریقه دوسوسو اچولو اومراد داغواء انساناتوته ښائسته کول دگناهونو او ترغیب ورکول گناهونوته دی په طریقه دوسوسی سره -