الحجر ۲۸

وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ

اوکله چه اوئیل ستارب ملائکوته یقیناً زه پیدا کوونکی یم یوبشرلره دټینگار کؤونکی دخټی زړی شوی نه -

ددی آیت نه تر (۴۲) پوری واقعه دسجود د آدم علیه السلام ده اودا دریم کرت دی ددی واقعی دذکرکولو په قرآن کریم کښی اولوی مقصد ددی نه په دی سورة کښی تخویف دی منکرینوته لکه چه ابلیس انکارکړی وو د حکم د اللّه تعالٰی نه دوجی د استکبارنه نوهغه له عذاب ورکړی شو په رجم سره اوپه لعنت سره ترورځ دجزا پوری - نودارنگ چه څوک انکارکوی دتوحید د اللّه تعالٰی نه په ضدوعناد اوتکبرسره نودهغه عاقبت هم عذاب دی اودا آیت صریح دلیل دی چه آدم علیه السلام بشروونو اولاد دهغه هم بشردی که انبیاء وی اوکه اولیاء وی اوکه عام انسانان وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل