الحجر ۲۷

وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ

اوپلار دپیریانوپیداکړی دی مونږمخکښی (دآدم علیه السلام) نه داورنه چه گرم بادوالا وو -

په دی آیت کښی هم یوصفت دقدرت ذکردی چه پیدایش دجان دی داور نه چه هغی سره تیزه گرمه سیلئ وه او لوگی ورسره نه وؤ او (الْجَانَّ) کښی دوه قوله دی یودادی چه جان دجناتوپلار دی او مخکښی وؤ د ابلیس نه او ابلیس خو پلار دشیطانانو دی دوهم قول دادی چه جان او ابلیس یودی اول قول غوره دی (السَّمُومِ) هغه هوا چه گرمه وی اوورننوځی په مساماتودبدن کښی -
فائده: هغه حدیث چه امام مسلم رحمة اللّٰه علیه راوړی دی اودلالت کوی چه د آسمانونو او دځمکی پیدایش پسی متصل آدم علیه السلام پیداشوی دی هغه په ظاهرکښی ددی آیت نه خلاف دی ددی وجی نه محدثینو هغه رد کړی دی ، اوابن کثیرپه خپل تفسیرکښی دا تفصیل راوړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل