الحجر ۲۶

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ

اویقیناً پیداکړی دی مونږانسان دټینگارکؤونکی دخټی زړی شوی نه -

په دی آیت کښی هم یوصفت دقدرت دی چه هغه پیداکول دآدم علیه السلام دی او (صَلْصَالٍ) اوچه خټه چه گډه وی دشگوسره اوکړنگار کوی خوپه اورسره نه وی پخ شوی اوچه په اورکښی پخه شی نوهغه ته فخاروائي او (حَمَإٍ) هغه خټه چه ډیروخت لونده پری خودی شی نوخمبیره شی او رنگ ئی بدل شی توروالی طرف ته (مَسْنُونٍ) هغه چه ډیرکلونه ورباندی تیرشی نو زړه شی -
فائده: ترتیب دپیدایش دآدم علیه السلام دادی چه اول خاوره وه (تراب) بیالونده شوه نوخټه شوه (طین) بیاڅه وخت پریخودی شوه نوسلیخناکه شوه (لازب) بیا څه وخت پریخودی شوه نو خمبیره شوه اورنگ ئی بدل شو نو حَمَإٍ مَسْنُونٍ شو بیا ښه اوچه شوه چه کړنگار ئی کوو نو صَلْصَالٍ شو او آواز ئی مشابه وو دټکری سره نو كَالْفَخَّارِ شو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل