وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا عِنْدَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ
اونیشته هیڅ شی مگرمونږ سره دهغی خزانی دی اونه راکوځوو مگرپه اندازه مقرر سره -
په دی آیت کښی دوه صفتونه دقدرت ذکر دی اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه خزانی درزق وغیره اللّه تعالٰی دخپل حکمت مناسب تقسیموی اوپه هغه باندی څه اعتراض نشی کیدی -
فائده: دا آیت دلیل دی په دی خبره چه څوک عقیده لری چه اختیار دخزانو د اللّه تعالٰی نبی یا ولی له ورکړی شوی دی نوهغه مشرک دی لکه چه جاهلان داتا و گنج بخش په لاهور کښی دعلی هجویری په صفت کښی وائی -