الحجر ۲۰

وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ

اوپیدا کړی دی مونږتاسولره په دی کښی اسباب دژوند تیرولو او داسی خلق چه تاسو هغوی له روزی نه شئ‌ ورکولی -

په دی آیت کښی یوصفت دقدرت ذکردی (مَعَايِشَ) ددی نه مراد اسباب دژوند تیرولو دی (وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ) ددی نه مراد څاروی او وحوش اوطیور اواولاد او خدمتگاران دی - نوفائدی دمخلوق دی اوروزی ورله اللّه تعالٰی ورکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل