وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ
اوځمکه خوره کړی ده مونږ اواچولی دی مونږپه هغی کښی پاخه غرونه او زرغون کړی دی مونږپه دی کښی هرڅیز وزنی (په اندازه) -
په دی آیت کښی دری صفات دقدرت ذکردی او مَد دځمکی په قرآن کښی دری کرته ذکردی سورة رعد آیت (۳) اوسورة ق آیت (۷) اودا سورة اوپه لفظ ددحو سره ذکر دی په سورة نازعات آیت (۳۰) کښی اوپه لفظ دفرش سره ذکر دی په سورة ذاریات آیت (۴۸) اوسورة بقره آیت (۲۲) کښی اومراد ددی ټولونه جوړول دځمکی دی په داسی طریقه سره انسانان دهغی نه فائده اخستی شی اوکوم چه مد دځمکی دی په علاماتودقیامت کښی لکه په سورة انشقاق آیت (۳) کښی نومراد دهغی دادی چه دځمکی نه به غرونه او ډیرئ او کندی لری کړی شی اویومیدان به شی (مَوْزُونٍ) مراد ددی نه هغه څیزونه دی چه تللی کیدی شی په وزن سره لکه سره زو او سپین زر اوتانبه وغیره شوه یامراد دموزون هغه شی دی چه مناسب وی دحکمت د اللّه تعالٰی سره -