الحجر ۲۲

وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ

او لیږلی دی مونږ هواگانی پورته کوونکی دوریځو پس را اوورو مونږد آسمان دطرف نه اوبه پس څښکووتاسو ته هغه اونه ئی تاسو جمع کؤونکی هغی لره -

په دی آیت کښی دری صفات دقدرت ذکردی اوپه آخرکښی عجزدمخلوق ذکرکړی دی په دی لفظ سره وَمَا أَنْتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ (لَوَاقِحَ) په معنیٰ دحوامل دی یعنی هواگانی پورته کوی وریځی او اوبه اوخاوری دوړی وغیره اودارنگ په اونوکښی پانړی میوی پیدا کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل