وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ
اوکله چه اوئیل ابراهیم علیه السلام ای ربه اوگرځوه داښار امن والا اوپه ډډه ساتی ما او ځامن ځما دبندگئ دغیراللّه نه -
دا دلیل نقلی دی دابراهیم علیه السلام نه دپاره دتذکیر حاصل دادی چه ابراهیم علیه السلام د اللّه تعالٰی دنعمتونوشکرکړی وو په طریقه داحتساب دهرقسم شرک نه اوپه طریقه داوسَوَلو دبعضی اهل په مرکزدتوحید کښی دپاره دنشر دتوحید اودا دعوی د سورة سره هم متعلق دی یعنی ابراهیم علیه السلام د ظلماتونه دویستلو دپاره امن دښار اودشرک بچ کیدل اوپه مکه کښی اهل اوسَوَل اود بچودپاره دعا غوښتل دا ټول کارونه کړی وؤ (آمِنًا) د امن معنیٰ داده چه څوک به ئی نړولی نه شی ترنزدی دقیامت پوری اوپه قریب دقیامت کښی به ورانیږی یامراد دادی چه اهل ددی به په امن کښی وی (وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ) مراد په بنی سره صلبی اولاد دی اوکوم چه په وخت ددی دعا کښی موجود وؤ ټول اولاد ترقیامته مراد نه دی ځکه چه روستودده په اولاد کښی ډیرمشرکان پیدا شوی دی - په دی آیت کښی ذکرددعا دابراهیم علیه السلام دی په باره دبچ کیدلودشرک کښی (الْأَصْنَامَ) جمع دصنم ده اود صنم دری معنی دی اوله معنیٰ هغه جوسه چه جوړه کړی شی دلرگی یادگټی وغیره نه اوعبادت ئی کیدی شی - دوهمه معنیٰ داده هرهغه شی چه بندگی کیدی شی سیوا د اللّه تعالٰی نه ټولومعبودانو باطلؤ ته شامل دی که ژوندی وی اوکه مړه وی اودریمه معنیٰ چه مشغوله کوی انسان لره د اللّه تعالٰی نه اودا معنی ذکرشوی دی په مفردات دامام راغب کښی (ص ۵۰۴) اوپه دی آیت کښی مراد اخری معنیٰ ده چه مناسب ده دشان دابراهیم علیه السلام سره -