إبراهيم ۳۴

وَآتَاكُمْ مِنْ كُلِّ مَا سَأَلْتُمُوهُ وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَتَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ

او درکړی دی تاسوته دهرهغه څیزنه چه تاسوورته حاجت لرئ اوکه تاسوشمارشروع کړئ‌ دنعمتونو د اللّه تعالٰی نوسرته ئی نه شی رسولی یقناً انسان خامخا ډیرظلم کوونکی ډیرناشکره دی -

په دی کښی هم دلیل عقلی دی دپاره دتذکیر اوپه آخرکښی زجردی هغه انسان ته چه بدلوی نعمتونود اللّه تعالٰی په کفر یعنی الانسان کښی الف لام عهدی دی هرانسان مراد نه دی (مَا سَأَلْتُمُوهُ) مراد رسول نه په دی ځای کښی احتیاج دی که سوال په ژبه وی اوکه نه وی اوداسی په سورة رحمٰن (۲۹) کښی ذکر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل