إبراهيم ۳۱

قُلْ لِعِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُنْفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ

اوایه ته بندگانو زماته هغه چه ایمان والادی چه پاپندی کوی دمونځونو اوخرچ دی کوی دهغه څیزچه مونږدوئ ته ورکړی دی پټ او ښکاره مخکښی ددی نه چه رابه شی ورځ چه نه به وی خرڅول په هغی کښی اونه به وی دوستانه -

په دی آیت کښی ذکردی دهغه اعمالو چه دفع کوی عذاب لره په مقابله دهغه صفاتود مشرکانو کښی چه مخکښی ایتونوکښی ذکرشول اوهغه سبب دعذاب وؤ (يُقِيمُوا الصَّلَاةَ) په دی کښی لام مقدردی اودا مقوله دپاره د قُلْ (سِرًّا وَعَلَانِيَةً) کله پټ او کله ښکاره دحال مناسب دواړه جائزدی (لَا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خِلَالٌ) داسی په سورة بقره (۲۵۴) کښی هم دی اومراد دادی چه نورڅیزونه په هغه ورځ فائده نه ورکوی ماسیوا دهغه عملونونه اوهغی ته تقویٰ وئیلی شی نودوستانه دوجی د تقویٰ نه فائده ورکوی په دلیل دسورة زخرف (۶۷) سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل