وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ قُلْ تَمَتَّعُوا فَإِنَّ مَصِيرَكُمْ إِلَى النَّارِ
اوجوړ کړی دی دوئ اللّه تعالٰی لره شریکان ددی دپاره چه نور خلق هم واړوی د اللّه دلاری نه اوایه مزی اوکړئ پس یقیناً ستاسو ورتلل اورته دی -
په دی آیت کښی تفسیردی دتیرشوی آیت په ترتیب سره یعنی د بَدَّلُوا تفسیرئی کړی دی په دی قول سره وَجَعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا او أَحَلُّوا، تفسیرئی کړی دی په دی قول سره لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِهِ - اوتائید ددی آیت په سورة زمر (۸) کښی دی (قُلْ تَمَتَّعُوا) مدارک وئیل دی چه تمتع دیته وئیلی شی چه انسان خپل ټول شهوت دخپل وس مطابق پوره کړی اومراد دادی چه ددوی دپاره صرف ددنیا مزی دی -