جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ
چه جهنم دی ورننوځی به په هغی کښی اوناکاره دی ځای د اوسیدلو -
په دی کښی زجردی مشرکانوته اوتخویف دی دا علت دی دمخکښی دپاره چه ویضل اللّه الظالمین - اودهغوی دوه صفتونه ذکرشوی دی - اول داچه دوی د اللّه تعالٰی د نعمتونوناشکری کړی ده په کفراوشرک سره او دوهم داچه دوی دعوت ورکړی دی خپل قوم ته دشرک اودا دواړه سبب دعذاب ابدی دی یعنی ضالین اومضلین دواړه دی -