أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَتَ اللَّهِ كُفْرًا وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ
آیا نه گوری ته هغه کسانوته چه بدل کړی دی نعمت د اللّه تعالٰی په کفرسره او ورکوزئی کړو قوم خپل لره په کوردهلاکت کښی -
ددی ځای نه پنځم باب دی د سورة ترآخره پوری اودا هم شروع دی په اَلَم سره په دی باب کښی اول زجردی مشرکانوته سره دتخویف نه په آیت (۳۰،۲۹،۲۸) کښی بیاذکر دی ددریو امورو دپاره ددفع دعذاب په آیت (۳۱) کښی بیا دری عقلی دلیلونه دی په آیت (۳۴،۳۳،۳۲) کښی بیانقلی دلیل دی دابراهیم علیه السلام نه دآیت (۳۵) نه تر(۴۱) پوری بیاتخویف اخروی دی په (۴۳،۴۲) کښی اوتخویف دنیوی دی په (۴۵،۴۴) کښی بیا تخویف اخروی دی د (۴۷) نه تر (۵۱) پوری اواختتام دسورة دی په ترغیب ورکولوسره قرآن او توحید ته په آیت (۵۲) کښی -