يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ
کلکه وی اللّه تعالٰی مؤمنانولره په سبب دکلکه وینا په ژوند دنیوی کښی اوپه آخرت کښی اوخطا کوی به اللّه تعالٰی (په جواب کولوکښی) ظالمانولره اوکوی اللّه تعالٰی چه څه اوغواړی -
په دی آیت کښی بشارت دی ایمان والوته چه اللّه تعالٰی مضبوطوی دوئ لره په سبب دتوحید په دنیاکښی په مقابله ددشمنانو اودمصیبتونوکښی اوپه قبرکښی په وخت دسوال او جواب کښی ځکه چه مراد د الْآخِرَةِ نه په دی آیت کښی قبردی لکه چه په حدیث دبراء ابن عازب کښی دی چه ذکرکړی دی امام بخاری رحمة اللّٰه علیه او بیا په دی ایت کښی تخویف دی ظالمانومشرکانوته چه اللّه تعالٰی به خطا کوی مشرکانو لره د دلیل نه دپه دنیاکښی اودجواب نه په قبرکښی -