إبراهيم ۲۶

وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِنْ فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِنْ قَرَارٍ

اومثال د پلیتی خبری په شان دتریخ بوټی دی چه سرسری ټوکه ولی وی په مخ دځمکه باندی نیشته دهغی مضبوط والی -

په دی آیت کښی مثال دکلمی د شرک دی حاصل دادی لکه چه بوټی دمړغونی تریخ او بد خونده دی اوراټوکیږی په مخ دنرمی ځمکی اودهغی ځیلئ‌ نیشته نودغسی مشرک پلیت دی اوعقیده ئی پلیته ده اوختمول ئی آسان دی په بیان د دلیلونو دتوحید سره اوعملونه ئی پورته نه خیژی دپاره دقبولیت اودلیل او اصل ئی هم نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل