إبراهيم ۲۵

تُؤْتِي أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍ بِإِذْنِ رَبِّهَا وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

ورکوی میوی خپلی هروخت په حکم درب خپل سره اوبیانوی اللّه تعالٰی مثالونه خلقولره ددی دپاره چه نصیحت تری نه واخلی -

په دی کښی مثال دکلمی دتوحید دی چه په زړه دمؤحد کښی ده حاصل دمثال دادی لکه چه اونه دکهجوری ډیروفائدووالاده اوویخ دهغی ډیرمضبوط دی اوڅانگی دهغی د ځمکی نه اوچتی دی اومیوی دهغی هروخت کښی موجود وی په مختلفوقسمونوسره نودغسی عقیده دمؤحد ده ، ویخ دهغه دعقیدی کلک دی په شکونواوشبهوسره نه زائل کیږی اودا عقیده په زړه کښی ده اوهغه عملونه چه ددی عقیدی نه پیداکیږی پورته خیژی آسمان ته دپاره دقبولیت اوفائدی او برکات ددی عقیدی په هروخت کښی ملاویږی هم په دنیاکښی هم په قبرکښی اوهم په آخرت کښی (كَشَجَرَةٍ) په حدیث دامام بخاری سره ثابت ده چه دا اونه دکجوری ده (طَيِّبَةٍ) صورت ئی مزیداردی فائدی په کښی ډیری دی پانړی لرگی ټولوکښی فائدی شته اودشجری مثال کښی اشاره ده چه دهغی ترقی اوتازگی په اوبو دباران سره وی دارنگ ایمان دمؤمن په قرآن سره تازه وی اوزیاتیږی دارنگ دشجری دقیام دپاره دری څیزونه دی جړی تنه اوڅانگی نودایمان دپاره هم دری ارکان دی عقیده دقلب، اقراردژبی اوعمل په اندامونوسره (تُؤْتِي أُكُلَهَا)‌ ثمرئی نه دی وئیلی ځکه چه اکل لفظ عام دی هغه قسم قسم خوراکونوته چه دکهجورونه جوړیږی اوهغه هروخت موجود وی (لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ) دلته مشبه به اووجه شبه محسوس دی چه دهغی تذکر آسان دی ځکه ئی يَتَذَكَّرُونَ راوړو اوپه سورة حشر (۲۱) کښی دغرونوخشوع او تضرع معقولی څیزدی نوهلته ئی یتفکرون ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل