إبراهيم ۲۴

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ

آیا نه گوری چه څنگه بیان کړی دی اللّه تعالٰی مثال دکلمی پاکی په شان د اونی فائده منی (پاکی) دی جرړی دهغی پخی دی اوڅانگی ئی په اوچت طرف کښی دی -

ددی ځای نه څلورم باب دی تر (۲۷) پوری داهم شروع دی په لفظ د اَلَم سره - په دی باب کښی تذکیردی په دوؤ مثالونوسره اول دپاره دتوحید په (۲۵،۲۴) کښی اودوهم مثال دپاره دشرک په آیت (۲۶) کښی بیا بشارت دی په مضبوط والی دایمان والؤ اوتخویف دی په محروم کولودباطل پرستوسره په آیت (۲۷) کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل