اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَجْرِيَ فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ
اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه اوځمکه اورا ورولی ئی دی دبره طرف نه اوبه پس راویستلی دی په هغی سره ديری میوی دپاره دفائدی ستاسو اوتابع کړی دی په خپل حکم سره ستاسودپاره کشتئ چه چلیږی په دریاب کښی په حکم دهغه سره اوتابع کړی دی دحکم خپل تاسولره سیندونه -
په دی کښی دلیل عقلی دی دپاره دتذکیردتوحید په پنځه صفاتوفعلیو د اللّه تعالٰی سره (وَسَخَّرَ لَكُمُ الْأَنْهَارَ) هرکه چه په اوبودبحرسره دفصل اوبه کول یاپه خپله دڅښکلو فائده نیشته نودهغی په باره کښی تسخیردفلک ئی ذکرکړو اوپه نورو سیندونو اوخوړونوکښی اواوبو ډیری فائدی دی نودهغی په باره کښی تسخیرانهارئی ذکرکړو او (بِأَمْرِهِ) کښی اشاره ده چه فائدی اخستل دکشتوانهرونونه موقوف دی په امرد اللّه تعالٰی باندی -