إبراهيم ۲۲

وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

او شیطان به اوائی هرکله چه فیصله اوشی دټولی خبری یقینا اللّه تعالٰی تاسوسره وعده کړی وه وعده حقه اوما چه وعده کړی وه تاسوسره نوما دروغ وئیلی وو تاسوته (خلاف می اوکړو) اونه وو مالره په تاسوباندی هیڅ زور (دلیل) سیوا ددی نه چه ماتاسوته بلنه اوکړه نوتاسو ځما خبره قبوله کړه پس مالره مه ملامته کوئ اوملامته کړئ ځانونه خپل زه ستاسوهیڅ فریاد رسی نه شم کولی اونه تاسوځما فریاد رسی کولی شئ یقیناً ما انکاراوکړو دهغی نه چه تاسومالره د اللّه تعالٰی سره شریک کړی ووپخوا یقیناً ظالمانولره عذاب درد ناک دی -

هرکله چه تیرشوی آیت کښی حال دانسی شیطانانوذکرشو نوپه دی آیت کښی حال دجنی شیطانانوذکر کوی چه ابلیس دی په پنځوطریقوسره - اوله طریقه (إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ) مراد دادی چه اللّه تاسوته حق دین رالیږلی وو په دلیلونوسره اوماتاسوته دروغ وئیلی وو، دوهمه طریقه (وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ) مراد سلطان نه دلیل دی یعنی تاسوځما خبره بی دلیله منلی وه یامراد دسلطان نه زور دی یعنی ما په تاسوڅه زور نه ووکړی - دریمه طریقه داده چه (فَلَا تَلُومُونِي) الٰی اخره - ځکه تاسو ددلیلونوتابعداری پری خودلی وه اوڅلورمه (مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ الٰی اخره) اوپنځمه طریقه (إِنِّي كَفَرْتُ) اوددی مطلب دادی چه زه انکار کوم دهغی نه چه تاسو زه د اللّه تعالٰی سره په طاعت کښی شریک کړی ووم بل دامطلب دی چه ځما دکفرسبب دادی چه تاسو زه د اللّه سره شریک کړی یم -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل