إبراهيم ۲۱

وَبَرَزُوا لِلَّهِ جَمِيعًا فَقَالَ الضُّعَفَاءُ لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ قَالُوا لَوْ هَدَانَا اللَّهُ لَهَدَيْنَاكُمْ سَوَاءٌ عَلَيْنَا أَجَزِعْنَا أَمْ صَبَرْنَا مَا لَنَا مِنْ مَحِيصٍ

اومیدان ته به شی اللّه تعالٰی ته ټول پس وائی به کمزوری کسان هغه چاته چه لوئی کوله یقیناً مونږ ستاسو تابع وو پس آیا تاسو لری کولی شئ زمونږنه دعذاب د اللّه تعالٰی نه څه شی دوئ به اوائی که چیری مونږته اللّه تعالٰی هدایت کړی وی نومونږبه تاسوته هدایت کړی وی برابردی حال زمونږکه فریادونه کؤو اوکه صبر کؤو نیشته مونږلره ځآی د تښتیدلو -

داد مخکښی په مضمون باندی عطف دی یعنی واستَفتَحُوا فاهلکووبعثوا للحساب برزوا یعنی دوئ فیصله اوغوښتله نوهلاک کړی شول نوپورته به شی دپاره دحساب اوښکاره به شی اوماضی په معنیٰ دمستقبل ده - په دی آیت کښی تخویف اخروی دی په ذکرد برائة دمشرانوباطل پرستو دخپلو تابعدارانونه اوبیان دعجزدهغوی دی دفع کولو دعذاب نه (الضُّعَفَاءُ) نه مراد جاهلان دی چه په عقل او علم کښی کمزوری وو او ړوند تقلید د مشرانوئی کوؤ (لِلَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا) ددی نه مراد هغه علماء او پیران او اقتداروالا دی چه دحق ددین سره ئی ضداوعناد کوؤ - اوکفراوشرک اوبدعات ئی خپل دین جوړکړی وو - اسْتَكْبَرُوا یعنی لوئی کړی وه دتوحید د اللّه تعالٰی او داتباع درسول نه (مُغْنُونَ عَنَّا مِنْ عَذَابِ) یعنی تاسوبه مونږسره وعدی دجنت کولی اوس خوصرف مونږدعذاب نه بچ کړئ‌ اوداسی په سورة مؤمن (۴۸،۴۷) کښی هم دی اوپه دی سورة کښی دا مکالمه دمیدان حشرده ددی وجی نه ددوئ جواب (لَوْ هَدَانَا اللَّهُ) سره دی اودسورة مؤمن مکالمه په اور دجهنم کښی ده نوهلته جواب په اناکل فیها سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل