إبراهيم ۱۳

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِرُسُلِهِمْ لَنُخْرِجَنَّكُمْ مِنْ أَرْضِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ

اواوئیل کافرانوخپلورسولانوته خامخا اوباسوتاسولره دخپل ملک نه یابه راوگرځئ ځمونږدین ته پس وحی اوکړه دوئ‌ ته رب ددوئ خامخا هلاک به کړو مونږظالمانولره -

په دی آیت کښی ذکرددباؤ کولودکافرانودی په رسولانوباندی چه زمونږ دین ته به واپس کیږئ یابه ځمونږ دملک نه اوځئ لکه چه سورة اعراف (۸۸) کښی دی اومعنیٰ دعود په تفسیردسورة اعراف کښی ذکرشوی ده - اوبیا تسلی ورکول دی د اللّه تعالٰی دطرف نه پیِغمبرانوته په هلاکولو دظالمانوسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل