إبراهيم ۱۴

وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِهِمْ ذَلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ

اوخامخا به اسؤو تاسوپه ځمکه کښی روستودهغوئ نه داوعده ده هغه چاسره چه ویریږی دپیشئ ځمانه اوویریږی دعذاب زمانه -

په دی کښی تسلی دوهمه ده انبیاؤ ته خصوصاً اونوروحق پرستوته عموماً اوددی مثال په سورة بنی اسرائیل (۱۰۴،۱۰۳) کښی راځی (ذَلِكَ لِمَنْ خَافَ) په دی کښی ددی وعدی دعموم ذکردی دهرمؤحد سره (مَقَامِي) په معنیٰ دمصدردی اضافت فاعل ته دی نومراد ترینه قیام د اللّه تعالٰی په طریقه دعلم او قدرت سره دی لکه چه په سورة رعد (۳۳) کښی دی نود خاف نه مراد یقین اوعلم دی یااضافت دی مفعول ته یعنی قیام د بنده د اللّه تعالٰی په مخکښی په ورځ دقیامت لکه په سورة مطففین (۶) کښی دی - اوخوف په خپله معنیٰ دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل