إبراهيم ۱۲

وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ

اوڅه عذر به وی زمونږچه توکل نه کوو په اللّه تعالٰی باندی اوحال داچه مونږته ئی زمونږلاری خودلی دی اوخامخا صبربه کؤو مونږپه هغه تکلیفونو چه مونږته ئی رسوئ‌ اوخاص په اللّه دی توکل کوی توکل کوونکی -

په دی آیت کښی ذکردتوکل اودصبردانبیاؤ دی اوذریعه دنجات او دکامیابئ‌ ده اودا جواب دسوال دمشرکانو دی چه هغوی اوئیل چه زمونږپه معبودانوباندی ولی توکل نه کوئ نودهغوی جواب اوکړو اودارنگ په دی جمله کښی علت دی دمخکنی جملی چه وعلی اللّه فلیتوکل المؤمنون (وَقَدْ هَدَانَا) مراد دادی چه لاری دکامیابئ‌ دنیوی او اخروی اللّه تعالٰی خودلی دی نوتوکل هم هغه پوری خاص دی ځکه چه توکل کښی معنیٰ د یقین ده اوپه هدایت سره یقین حاصلیږی (وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا) داخطاب دی مشرکانوته اشاره ده چه مشرکانوهمیشه مؤحدینوته اذی ورکوله (فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ) مؤمن چه هرکله په اللّه تعالٰی باندی خاص توکل اوکړی نودهغه صفت متوکل جوړ شی ددی وجی نه ئی اول آیت کښی مؤمنون اوپه دوهم کښی متوکلون ذکرکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل