إبراهيم ۱۱

قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِنْ نَحْنُ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَمُنُّ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَمَا كَانَ لَنَا أَنْ نَأْتِيَكُمْ بِسُلْطَانٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

اوئیل دوی ته رسولانو ددوئ‌ مونږنه یو مگربشریو ستاسوپه شان لیکن اللّه تعالٰی احسان کوی په هغه چا چه اوغواړی دبندگانوخپلونه اونیشته وس مونږلره چه راوړو تاسوته معجزه سیوا داذن داللّه تعالٰی نه اوخاص په اللّه تعالٰی دی توکل کوی مؤمنان -

په دی کښی ذکرکړی دی جوابونه دانبیاؤ خپلوقومونوته دادهغوی اول اول دریم اعتراض جواب دی داول جواب خلاصه داده چه دبشریت اود رسالت (چه احسان د اللّه تعالٰی دی) منافات نیشته اوددریم جواب مقصد دادی چه په معجزاتوکښی دپیغمبرانو اختیاراوقدرت نه وی - اودریم اعتراض دجواب حاجت نه لری ځکه چه انبیاؤ په حقیقت کښی دگمراهومشرانو دلاری نه منع کوله اوپه آخری جمله کښی تعلیم دی مؤمنانوته دتوکل په وخت دمقابلی ددشمنانوکښی اوداسی په سورة العمران (۱۶۰) کښی هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل