قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى قَالُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا تُرِيدُونَ أَنْ تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ
اوئیل رسولانوددوئ آیا د اللّه په توحید کښی شک دی چه اول پیداکوونکی د آسمانونو اودځمکی دی بلئ تاسو (داسی مسئلی ته) چه اوبه بخی تاسوته (په سبب دهغی) گناهونه ستاسواوروستوبه اورسوی تاسو (په مزوسره) نیټی مقرری ته دوئ اوئیل نه ئی تاسومگربشرئی زمونږپه شان غواړئ تاسو چه واړوئ مونږه دهغی طریقی نه چه بندگی پری کوله مشرانوزمونږ پس راوړئ مونږته معجزه ښکاره -
په دی کښی اول جواب ورکول دی درسولانوقومونوته (أَفِي اللَّهِ شَكٌّ) مراد ددی نه شک کول په توحید کښی دی ځکه چه دوجود د اللّه تعالٰی نه دوئ انکارنه دی کړی اودا استفهام په طریقه دانکاراو دتعجب سره دی اوبیا په ذکرکولو ددوه فائدو ددعوت توحید ته یومغفرت او دوهم مهلت اوبیا ذکرد مخالفت دقومونو دی درسولانوپه دریوطریقو سره اوله طریقه داده چه تاسو زمونږپه شان بشرئی اوبشرنبی نشی کیدی اودوهمه طریقه داده چه تاسو مونږلره دمشرانودلاری نه منع کوئ چه هغه شرکی تقلید دی - اودریمه طریقه داده چه دوئ معجزی طلب کولی دانبیاؤ نه اوگمان به ئی کووچه معجزی د انبیاؤ په اختیار کښی دی (قَالُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا) دادلیل دی چه هره زمانه کښی دمنکرینوداعقیده وه چه دبشریت اود رسالت په مینځ کښی منافات دی یعنی بشررسول نشی کیدلی نورسول بشرنشی کیدی -