أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا اللَّهُ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرَدُّوا أَيْدِيَهُمْ فِي أَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوا إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ مِمَّا تَدْعُونَنَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ
آیا نه دی راغلی تاسوته خبردهغه کسانو چه پخواوو ستاسونه قوم دنوح علیه السلام اوعادیان او ثمودیان اوهغه خلق چه روستو وو ددوئ نه - نه دی خبرپه هغوئ سیواد اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک راوړی وو رسولانوهغوئ ته ښکاره دلیلونه پس اوگرځول دوی لاسونه خپل په خولو دهغوئ کښی اودوئ اوئیل یقیناً مونږانکارکوؤ دهغی نه تاسورالیږلی شوی ئی په هغی سره اویقیناًمونږپه شک کښی یو دهغی مسئلو نه چه تاسو مونږهغی ته بلئ پوخ شک -
دی آیت کښی ذکردی دتیرشووقومونو چه هغوی مقابله کړی وه درسولانوپه دری طریقو سره - اول (فَرَدُّوا أَيْدِيَهُمْ) په دی کښی دری تفسره دی - اول داچه کیخودومنکرینولاسونه خپل په خپلو خولوباندی دپاره ددی چه چک اولږوی په هغی باندی دوجی دغصی نه اودوهم کیخودل دوی لاسونه خپل دپیغمبرانوپه خولوباندی دپاره ددی چه هغوی چپ شی اودریم داچه دا کنایه ده دمنع کولو دپیغمبرانو ددعوت کولونه - دوهمه طریقه دمقابلی داده (وَقَالُوا إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ) اودریمه طریقه داده چه (وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ) اومراد ددی دادی چه مونږگمان کوؤ په تاسوچه تاسو بادشاهی او دنیا غواړئ په دی دعوت سره (لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا اللَّهُ) دا ښکاره دلیل دی په نفی دعلم غیب اوعلم کلی درسولانونه اودټولوبندگانونه اوابن کثیرنقل کړی دی چه ددی آیت نه معلومه شوه چه د نبی ﷺ نسب نامه ترآدم علیه السلام پوری په صحیح دلیل سره ثابت ده اوددی نه بره ثبوت نیشته -