إبراهيم ۸

وَقَالَ مُوسَى إِنْ تَكْفُرُوا أَنْتُمْ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ

اواوئیل موسیٰ علیه السلام که ناشکری اوکړه تاسو اوهغه چاچه په ځمکه کښی دی ټولونویقیناً اللّه تعالٰی بی حاجته دی ستائیلی شوی دی -

په دی آیت کښی تخویف ورکول دی اوتاکیدورکول دی دتیرشوی آیت (تَكْفُرُوا) ددی اصل جزا پټه ده یعنی اللّه تعالٰی ته ستاسو ناشکری هیڅ نقصان نشی ورکولی او (فَإِنَّ اللَّهَ) علت دی ددغی پټی جزا دپاره اوداسی په سورة زمر (۷) کښی هم دی - د نهم آیت نه دوهم باب شروع کیږی تر (۱۸) آیت پوری په اول کی ئی اَلَم دی د تذکر دپاره او په دی کی د مخکینی انبیاؤ واقعات دی خپل قومونو سره په طریقه د مقابلی دنور او د ظلمات والو یعنی رسولانو وویستو قوم د ظلماتو نه نور طرف ته او قوم دهغوی تکذیب او مخالفت کولو او رسولان ئی د خپلو کلو نه وویستل او ذکر کړی دی بیان د رسولانو او توکل دهغوی او صبر د هغوی بیا هلاکت د منکرینو دا مضمون د (۹) آیت نه تر (۴۱) آیت پوری دی - بیا تخویف اخروی په دری آیتونو کی دی او بیا مثال ذکر کوی د مشرک دعمل د بربادئ دپاره په (۱۸) کی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل