إبراهيم ۷

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ

اوکله چه عام خبردرکړورب ستاسو که تاسو شکراوکړو نوزیات به درکړم اوکه تاسوناشکری اوکړه یقیناً عذاب ځما ډیرسخت دی -

شکر کول شامل دی توحید ته او اواطاعت درسول ته اوتبلیغ ددین ته او معنیٰ دشکرتفسیر قرطبی ذکر کړی ده چه دهغه اقرار دنعمت دی دپاره دمنعم اوخرچ کول نعمت دی صرف په طاعت د اللّه تعالٰی کښی اوزیادت نه مراد زیاتول دنعمتونو اود ثوابونو او دنیوی او اخروی ترقی ورکول دی -
فائده: غوره قول دادی چه دا آیت هم داخل دی په تبلیغ د موسیٰ علیه السلام کښی اوداعطف دی په نعمت د اللّه باندی په آیت مخکنی کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل