إبراهيم ۶

وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنْجَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ

اوکله چه اوئیل موسیٰ علیه السلام خپل قوم ته یادکړئ احسان د اللّه تعالٰی په تاسوباندی کله چه بچ ئی کړئ‌ تاسو دفروعنیانونه رَسَول ئی تاسوته ناکاره عذابونه اوحلالول ئی ځامن ستاسو اوبی شرمئ لره ساتلی زنانه ستاسو اوپه دی کښی امتحان وو ستاسو درب دطرف نه لوی -

په دی آیت کښی دتذکیردعذابونو اودنعمت دنجات دی بنی اسرائیلوباندی په دی سورة کښی تفصیل دحادثاتو اودنعمتونومقصود دی ددی وجی نه (وَيُذَبِّحُونَ) ئی عطف کړوپه یسومونکم باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل