وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ
اویقیناً مونږ لیږلی وو موسیٰ علیه السلام په آیاتونوخپلو سره چه اوباسه قوم خپل تیارونه رنړاته او وریاد کړه دوئ ته عبرتناک واقعات د اللّه تعالٰی یقیناً په دی کښی دلیلونه دی هرډیرصبرناک او ډیرشکرگذار لره -
دا دلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام نه دپاره دتاکید د دعوی دسورة اواخراج دوه طریقی ئی ذکرکړی دی یوآیت الٰهیه (تورات) اودوهم تذکیربایام اللّه (بِأَيَّامِ اللَّهِ) مراد ددی نه واقعات دی د اللّه تعالٰی د طرف نه په امتونوتیرشوو کښی اوداخل دی په دی کښی ذکردنعمتونو اودعذابونو د اللّه تعالٰی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه وعظ کول جائزدی په داسی طریقه سره چه زړونه نرموی اویقین پیداکوی اوخالی وی دهربدعت نه اوپاک وی دگمراهئ او دشکونوپیداکولونه داسی په تفسیرقرطبی کښی هم ذکردی -
فائده: میلادالنبی ﷺ کوونکی او عرس کوونکی ذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ، په دلیل کښی پیش کوی؟ جواب دادی چه دا دلیل باطل دی ځکه چه پیغمبراو اصحابواو سلف صالحینوددی آیت نه په دغه بدعاتوباندی دلیل نه دی پیش کړی اونه ئی دغه بدعات کړی دی اوقاعده دتفسیرداده چه کوم تفسیر د نبی ﷺ او صحابؤ اود سلفونه نقلی نه وی نوهغه تحریف دی - اوبله خبره داده چه صرف د ولادت او وفات ورځ مناوول هیڅ فائده نه لری بلکه دهغه هدایت اوسیرت یادول هروخت اوپه هغی باندی عمل کول سبب دنجات دی - (صَبَّارٍ شَكُورٍ) صیغی دمبالغی ددی دپاره دی چه مراد ددی نه مؤمن دی ځکه چه کله کله صبراوشکر خوکافران هم کوی -