إبراهيم ۴

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

اونه دی لیږلی مونږهیڅ رسول مگرپه ژبه دقوم دهغه دپاره ددی چه بیان کړی دوئ ته (احکام د اللّه تعالٰی) پس بی لاری کوی اللّه تعالٰی هغه څوک چه اوغواړی اوپه سمه لاربوځی هغه څوک چه اوغواړی اوهغه اللّه تعالٰی زورور حکمتونووالا دی -

په دی آیت کښی تاکید ددعوی دسورة دی یعنی لیږل درسولانوپه ژبه دخپل قوم دپاره دتبلیغ ددی خلق ظلماتونه رنړا کښی داخل شی -
فائده: په دی آیت کښی دقوم ذکردی دامت نه دی اوزمونږنبی ﷺ هم رالیږلی شوی وؤ په لغت دخپل قوم سره اوقوم دهغه عرب وؤ - اگرچه امت ئی ټوله دنیا ده انس او جن (فَيُضِلُّ) په دی کښی اشاره ده چه دانبیاء علیهم السلام کاردعوت کول دی اواضلال او هدایت د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی (الْعَزِيزُ) دیهدی سره او الحکیم دیضل سره ښکاره تعلق لری -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل