الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ
داهغه خلق دی خوښوی ژوند دنیوی لره په آخرت باندی اومنع کوی د اللّه تعالٰی دلاری نه (خلقولره) اولټوی په هغی کښی کږلیچ دغه خلق په گمراهی لرئ کښی دی -
په دی آیت کښی ذکردصفتونودقبیحوؤ دمنکرینودی دپاره دزجر اودا صفتونه اسباب دظلماتودی (يَسْتَحِبُّونَ) کښی مبالغه ده په نسبت د یحبون یعنی دا لفظ دلالت کوی په ښکاره کولو دمحبت اودلالت کوی په ترجیح ورکولو ددنیا ته په اخرت باندی اودا معنی په یحبون کښی لازم نه وی - (عِوَجًا) مراد ددی نه شبهات اوشکونه دی اوتابع کول ددین دی دخپل غرض او خواهش سره -