وَإِنْ مَا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ
اوکه اوښایومونږتاته بعضی هغه عذاب چه دوئ سره وعده کؤو یاوفات کړوتا پس یقیناً په تاباندی رَسَوَل دی اوپه مونږباندی حساب کول دی -
په دی آیت کښی روستو ددفع کولو دشبهاتونه رسول اللّٰه ﷺ نه تسلی ده - حاصل داچه په دی منکرینوباندی به عذاب راځی ستاپه ژوند کښی پس ته به ئی اووینی یاپس دوفات ستانه - لیکن ستاپه ذمه بلاغ دی عذاب په خپل وخت راځی ته دهغی پرواه مه کوه اوداسی په سورة یونس (۴۲) کښی اوسورة زخرف (۴۲،۴۱) کښی هم ذکرشوی دی - اود اِن جزا په اصل کښ پټه ده یعنی ددوی دعذاب فکرمه کوه اوپه دی آیت کښی وفات ئی د نُرِيَنَّكَ سره په مقابله کښی ذکرکړی دی اشاره ده چه روستودوفات نه نبی ﷺ ددنیا حالات لیدلی نه شی -