الرعد ۳۹

يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِنْدَهُ أُمُّ الْكِتَابِ

ورانوی اللّه تعالٰی څه چه اوغواړی اوباقی پریږدی (څه چه اوغواړی) اودهغه سره اصلی کتاب دی -

داد څلورمی شبهی جواب دی شبهه داده چه هرکله چه زمونږدپاره عذاب لیلکی شوی دی نوبیا ایمان راوړلوکښی څه فائده ده حاصل دجواب دادی چه اللّه تعالٰی بعضی اشیاء محوکوی که تاسو ایمان راوړئ نو اللّه تعالٰی به ستاسو عذاب محو کړی (يَمْحُو اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ) یومعنیٰ داده چه اللّه تعالٰی سره یوکتاب المحووالاثبات شته دی اوهغه کتاب دملائکو سره دی دهغوی دعلم په نسبت په کښی محواواثبات کیږی اودهغه ام الکتاب لوح محفوظ نه سیوادی - اودی اول ته تقدیرمعلق هم وائی - اودوهم ته تقدیرمبرم وائی - دوهمه معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی داحکامونومنزلونه بعضی احکام منسوخ کړی اوبعضی په ځای باندی ثابت پریږدی - اودریمه معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی بعضی گناهونه معاف کوی په توبی سره اوثابت کړی دهغی په بدل کښی حسناتولره - اوڅلورمه معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی بعضی گناهونه معاف کوی بغیردتوبی نه اوبعضی ثابت پریږدی یعنی بغیردتوبی نه نه معاف کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل