الرعد ۳۸

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ

اویقیناً لیږلی دی مونږډیررسولان پخوا ستانه اوپیدا کړی وو مونږهغوئ لره بیبیانی اواولاد اونیشته طاقت درسول چه راوړی معجزه مگرپه اذن د اللّه تعالٰی سره هری نیټی لره لیکل شته دی -

ددی آیت نه ترآخردسورة پوری شپږم باب دی - په دی باب کښی جوابونه دی دهغه شبهاتو چه واردیږی په رسالت باندی په (۳۹،۳۸) کښی بیا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په (۴۰) کښی بیا تخویف دنیوی دی په (۴۲،۴۱) کښی بیازجردی په انکاردرسالت سره اواثبات دهغی دی په شهادت سره په (۴۳) کښی - په دی آیت (۳۸) کښی جوابونه ددری شبهاتودی دمنکرینوچه تابعداری کوی دخواهشاتو - اوله شبهه داده چه دارسول مونږنه منو ځکه چه دی بشردی اودده ښځی اواولاد شته نوجواب اوشو چه داسی دمخکنورسولانو هم وؤ - اوپه دی کښی ضمناً رد دی چه تاسو وائی چه مونږ دابراهیم علیه السلام اولاد یو نوهغه خوهم رسول وؤ اوهم ئی ښځه اواولاد وؤ که هغه بشرنه وی نوتاسو ترینه څنگه پیدا شوئ‌ دوهمه شبهه داده چه که دا رسول رشتینی وی نومونږله دی معحزات راوړی جواب اوشوچه (وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ) معلومه شوه چه په معجزاتوکښی دپیغمبرانو هیڅ اختیار نه وی اودارنگ په سورة ابراهیم (۱۱) اوسورة انعام (۱۰۹) او سورة عنکبوت (۵۰) کښی ذکرشوی دی - دریمه شبهه هرکله چه دا رسول حق دی اومونږانکار کوؤ نوپه مونږباندی عذاب ولی نه راځی جواب ددی لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل