أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ
آیا دوئ فکرنه کوی چه راځو مونږ ددوی ملک ته او نیمگړی کوو دغاړونه او اللّه تعالٰی فیصله کوی نیشته روستوکوونکی دفیصلی دهغه اوهغه زرحساب کوونکی دی -
په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی - چه تیرشوی آیت کښی دهغی ذکراوشو اومراد دنقصان الاطراف نه غالب کول دمؤمنانو دی په بعضی علاقوباندی اوداخلیدل دبعضو خلقو دی په ایمان کښی - یامراد دا چه دځمکی نه برکات اومیوی وغیره کموؤ اوعذابونه سیلابونه طوفانونه راولو په سبب شرک اوگناهونودخلقوسره - اودآیت په عموم کښی داهم داخل ده علماء اوصالحین خلق وفات کوؤ - په اوله توجیه باندی اعتراض دی چه دا سورة مکیه دی اوغلبه داسلام خوپه مدینه کښی وه؟ جواب دادی اگرچه سورة مکیه دی لیکن دا آیت په کښی مدنیه دی -