وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ
اووائی کافران ولی نه نازلیږی په ده باندی معجزه درب دطرف نه اوایه ته یقیناً اللّه تعالٰی بی لاری کوی هغه چاله چه اوغواړی اوپه سمه لار روانوی خپل طرف ته هغه څوک چه هغه ته ورگرځی -
په دی آیت کښی زجردی په طلب دمعجزی سره درسول نه اوجواب دهغی دی اوداعطف دی په فَرِحُوا باندی اشاره ده چه دا قول ددوئ په تکبرباندی بنادی - حاصل د جواب دادی چه اضلال او هدایت په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی نومعجزات هم دهغه په اختیارکښی دی (مَنْ أَنَابَ) دانابت معنیٰ داده چه حق کوم طرف ته وی نوبنده په زړه سره هغی طرف ته گرځی بغیرضد اوعناد نه اوپه دی آیت کښی د آيَةٌ نه مراد هغه معجزه ده چه د فراخئ درزق سره تعلق لری لکه په سورة بنی اسرائیل (۹۳،۹۱) کښی دی -