الرعد ۲۶

اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَفَرِحُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا مَتَاعٌ

اللّه فراخ کوی روزی دچا چه اوغواړی اوتنگوی اوخوشحالی کوی دوئ په ژوند دنیوی باندی اونه دی ژوند دنیوی دآخرت په مقابله کښی مگرمعمولی مزه ده -

ددی آیت نه څلورم باب دی (۳۲) آیت پوری په دی کښی دلیل عقلی دی دولسم سره دزجرنه په آیت (۲۶) کښی، بیازجردی منکرینودرسول ته په (۲۷) کښی، بیابشارت دی (۲۹،۲۸) کښی، اثبات درسالت دی سره دتوحید نه په آیت (۳۰) کښی جواب دسوال دمنکرینودی سره دتخویف دنیوی نه په (۳۱) کښی، بیا تسلی ده رسول ته په آیت (۳۲) کښی - په دی آیت (۲۶) کښی دلیل عقلی دولسم دتوحید اوبیا زجر دی په محبت ددنیا سره چه هغه سبب دتیرشوؤ قباحتونو دی اوپه دی آیت کښی اشاره ده جواب دسوال ته هغه داچه ددی منکرینوفراخی درزق ته اعتبارنیشته (وَفَرِحُوا) دی ته فرح بطر (تکبر) وئیلی شی داحرام دی (وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) په دی کښی تزهید فی الدنیا ذکردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل