الرعد ۲۸

الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِكْرِ اللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ

دا هغه دی چه ایمان ئی راوړی دی اوتسلی اخلی زړونه دهغوئ په ذکرد اللّه تعالٰی سره خبرشئ صرف په ذکرد اللّه تعالٰی تسلی اخلی زړونه -

په دی آیت کښی بشارت دی - اواطمینان بذکراللّه نه مراد یقین کول دی په خبره کله چه قرآن اوسنت ذکرشی دوهمه معنیٰ داده چه په توحید د اللّه تعالٰی سره اوپه قرآن لوستلوسره دزړه سکون حاصلیږی (أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ) هرکله چه مخکښی جمله کښی تخصیص نه وؤ نوداجمله ئی تخصیص دپیداکولودپاره ئی ذکرکړه اوددی وجی بذکراللّه مقدم کړو اصل دآیت دادی چه اطمینان خاص دی په مؤمنانو اوخاص دی په ذکرد اللّه تعالٰی پوری اومراد ددی نه قرآن اوسنت دی اودارنگ ذکرقلبی او لسانی دائمًا دی نوپه دی کښی داخل ده داخبره چه قسم اوشی په اللّه تعالٰی باندی نودمؤمن زړه ورباندی تسلی اوکړی دارنگ په دلیل کښی چه قرآن اوحدیث ذکرشی نویقین پیدا شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل