اللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنْثَى وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ
اللّه تعالٰی علم لری دهغه چه په گیډه پورته کوی هره زنانه اوهغه چه کموی بچه دانئ اوهغه چه زیاتوی او هرڅه د اللّه تعالٰی سره په خاص انداز سره دی -
ددی آیت نه دوم باب دی تر آیت (۱۴) پوری په دی باب کی پنځه عقلی دلیلونه دی په رد د شرک فی العلم د آیت (۸) نه تر آیت (۱۲) پوری - بیا حال د ملایئکو ذکر کوی په طریقه د دلیل نقلی باندی سره دتخویف نه په آیت (۱۳) کی بیا رد دی د شرک فی الدعاء په مثال سره په آیت (۱۴) کی -