الرعد ۹

عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ

عالم دی په پټ او ښکاره باندی ډیرلوی دی اوپورته دی -

په دی دری آیتونوکښی اثبات دعلم دغیب دی اللّه تعالٰی لره روستو دذکرکولو ددلیلونود قدرت د اللّه تعالٰی نه (وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ) مراد ددی نه دادی چه کله ولد مخکښی دمودی نه پیداشی چه هغه نهه میاشتی دی عادتاً اوکله موده زیاته شی په رحم کښی اوپه هغی کښی اختلاف دی د اهل علم - دامام ابوحنیفه په نیزدوه کلونه دی اود امام شافعی په نیزڅلوراودامام مالک په نیزپنځه کلونه او کمه موده شپږمیاشتی ده - اودارنگ کله د ولد اندامونه ناقص وی اوکله زیات وی - دارنگ کله یوولد ناقص الخلقت وی - وَمَا تَزْدَادُ، یعنی دیونه زیات اولاد (وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ ) ددی یوه معنیٰ ده گرځیدونکی اودوهمه معنیٰ ئی ده ښکاره کیدونکی او دریمه معنیٰ ده پټیدونکی - لیکن دلته ړومبی دوه معنی غوره دی (الْكَبِيرُ) لوئي دذات او صفاتودواړوته شامل ده (الْمُتَعَالِ) دعلونه ماخوذ دی یعنی پورته او اوچت دی ځکه چه دعرش دپاسه دی دهغه نه بل څیزپورته نیشته دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل