وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِنْ رَبِّهِ إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ
اووائی هغه کسان چه کافران دی ولی نه شی نازلیدلی په ده باندی معجزه د رب دطرف نه یقیناً ته ویره ورکوونکی ئی اودهرقوم دپاره دعوت ورکوونکی ئی -
دا زجردی منکرینوته په طلب کولوددوی معجزات د نبی ﷺ نه اودلته مراد دآیت نه ناآشنا عذابونه راویستل دی دآسمان یا دځمکی نه په قرینه د يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ سره لکه چه په سورة بنی اسرائیل (۹۲) کښی ذکردی - اومطلب دادی چه معجزات دوی د نبی ﷺ په اختیارکښی گنړی نوځکه ئی دهغه نه طلب کوی لیکن دهغه کارخوصرف انذاردی (وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ) دامستقله جمله ده خبرمقدم اومبتدأ مؤخره ده - معنیٰ داده چه (دیوقوم دپاره مستقل هدایت کوونکی وی) که نبی وی اوکه غیرنبی وی اویاداجمله دلیل شو په عموم دبعثت د نبی ﷺ باندی بامبتدأ محذوف ده یعنی واللّه لکل قومٍ هادٍ -