الرعد ۶

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمُ الْمَثُلَاتُ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِلنَّاسِ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ

اوپه تادئ سره غواړی ستانه عذاب وړاندی دایمان راوړلونه اوحال داچه تیرشوی دی ددوئ نه مخکښی عذابونه شرموونکی اویقیناً ستارب بخنه کوونکی دی خلقوته سره دظلم دهغوی نه اویقیناً ستارب خامخا سخت عذاب ورکوونکی دی -

په دی کښی زجردی په تلوارطلب کولودعذاب لره مخکښی دایمان راوړلونه لکه سورة انفال آیت (۳۲) کښی (قَبْلَ الْحَسَنَةِ) مراد ددی نه ایمان راوړل دی اوتوبه کول دی دشرک نه (الْمَثُلَاتُ) جمع د (مثلةِ) ده هغه عذابونوته وائی چه شرمول کوی ددی وجی نه دمقتول نه غوږونه یا پوزه وغیره پری کولوته مثله وئیلی شی (وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِلنَّاسِ عَلَى ظُلْمِهِمْ) دظلم نه مراد کفراوشرک دی او مغفرت په معنیٰ دروستوکیدلو دعذاب دی یعنی اللّه تعالٰی روستوکوی عذاب لره دخلقونه سره دشرک دهغوی نه - یامغفرت په خپله معنیٰ دی لیکن شرط دایمان ورسره مراد دی - معنیٰ داده چه (اللّه بخی خلق وروستو دشرک کولو نه خوپه دی شرط چه ایمان راوړی) یادظلم نه مراد سیوا دکفراوشرک نه نورگناهونه دی او د النَّاس نه مراد مؤمنان دی معنیٰ داده چه (یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کوی مؤمنانوته سره دگناهونو دهغوئ نه کله چه اوغواړی) اوکه اوغواړی نوعذاب په څه وخت پوری ورکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل