الرعد ۵

وَإِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَإِذَا كُنَّا تُرَابًا أَإِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ

اوکه ته حیرانیږی (ددوی انکارته توحیدنه) پس دحیرانتیاخبره ده داوینا ددوئ آیا کله چه مونږخاوری شو آیا مونږبه شوپه پیدایش نوی داهغه خلق دی چه کفرئی کړی دی په رب خپل باندی اودغه خلق طوقونه به واچولی شی ددوئ په سټونوکښی اودغه کسان اوروالادی دوئ په هغی کښی همیشه وی -

په دی آیت کښی زجردی منکرینو (دبعث بعدالموت) ته سره دتخویف اخروی نه او معنیٰ دآیت داده چه که ته تعجب کوی په انکارددوئ دتوحیدنه نوپس تعجب اوکړه دبلی خبری ددوئ نه هم چه هغه انکار(دبعث بعد الموت) دی (كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ) دا دلیل دی چه انکاردبعث نه یقیناً کفردی (الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ) دا په دنیا کښی په طریقه دمثال سره ده یعنی ددوی غاړی ته پټئ دتقلید دگمراهو پرتی دی دلیل ورسره نیشته دی یاپه قیامت کښی داسی حالت کښی به وی - أَغْلَال، جمع دغل ده پټئ د څرمنی چه په هغی باندی ویښته وی اوپه هغی کښی سپږی شوی وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل