وَفِي الْأَرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
اوپه ځمکه ټکړی دی دیوبل سره په گاونډ کښی اوباغونه دی دانگورونه اوفصلونه کجوری گوری اورنگئ رنگئ اوبه کیږی په یوقسم اوبوسره اوغوره والی ورکؤو بعضولره په بعضوباندی په خوندکښی یقیناً په دی کښی دی دلیلونه هغه قوم لره چه عقل لری -
دادریم عقلی دلیل دی اوپه دی کښی هم دقدرت دا اللّه تعالٰی نه پنځه امورذکردی (مُتَجَاوِرَاتٌ) یعنی مختلفی ټکړی دځمکی چه دیوبل سره نزدی دی - آبادی ځمکی او خوره داری ځمکی اومختلف رنگونووالا (صِنْوَانٌ) جمع ده، هغه کجوره چه دیوویخ نه ئی ډیری څانگی راوتلی وی اوغیرصنوان هغه دی چه دویخ نه یوه تنه بی څانگو وی (وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الْأُكُلِ) یعنی ځمکه یوه ده اواوبه هم یوقسم دی اوحال دادی چه میوی مختلفی دی - اوداصریح رد دی په هغه خلقو چه طبیعت او ماده پرست دی چه که چیری پیداکیدل داشیاؤ په طبیعت او ماده سره وی نونه به وؤ اختلاف په میووکښی نومعلومه ددی نه دا شوه چه پیداکوونکی اللّه تعالٰی دی (لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ) هرکله چه مجاورت دټکړو دځمکی اواختلاف باغونو او فصلونو اوڅانگو اودخوندونو سره دیووالی داوبواوځمکی نه صرف معقولی اموردی ددی وجی نه یعقلون ئی ذکرکړو -