وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
اواللّه تعالٰی هغه ذات دی چه راښکلی ده ځمکه اوپیداکړی دی په هغی کښی پاخه غرونه اوسیندونه اودهرقسم میؤونه پیداکړی دی په هغی کښی جوړی دوه اغوندوی شپه ورځ ته یقیناً په دی کښی ډیردلیلونه دتوحید دی هغه قوم لره چه فکرکوی -
دآآیت دوهم دلیل عقلی سفلی دی - اودقدرت د اللّه تعالٰی نه ئی پنځه امورذکرکړی دی - (زَوْجَيْنِ) مراد دادی چه په ټولوبوټوکښی جوړئ یعنی (مذکراومؤنث) شته - اودوهم قول دادی چه مراد دزوجین نه دوه دوه قسمه دی - لکه خوږی اوتروی اووړی دانی اوغټی دانی اولوندی او وچی اوتوری اوسپینی شنی اوسری وغیره (لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ) په مخکښی آیت کښی صرف محسوسات ذکرکړی وواوپه دی آیت کښی دمحسوساتوسره معقولات هم ذکردی زوجیت دثمراتو اوانقلابات دشپی او ورځی اودا خوفکرته محتاج دی نوددی آیت په اخرکښی یتفکرون ذکرکړو ځکه چه فکروئیلی شی راویستل د معقولاتو دمحسوساتونه -