الرعد ۲

اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ

اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه اوچت کړی دی آسمانونه بی دستنونه تاسوئی وینئ بیابرابرشوی دی عرش دپاسه اوتابع کړی دی دحکم خپل نمراوسپوږمئ هریوچلیږی ترنیټی مقرری انتظام کوی دټولوکارونو جدا جدا بیانؤو مونږدلیلونه ددی دپاره چه په ملاقات درب ستاسویقین اوکړئ -

هرکله چه ایمان نه راوړل په قرآن باندی په سبب دشرک سره دی نورد شرک دپاره عقلی دلیلونه ذکرکوی - په دی آیت کښی اول دلیل عقلی دی اودقدرت د اللّه تعالٰی نه پنځه امورئی ذکرکړی شوی دی - اودا ټول دنظام علوی سره تعلق لری (بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ داده چه آسمان ئی اوچت کړی دی بغیردستنونه - وینئ تاسو دا آسمانونه چه ستنی ورته نیشته - اودوهمه معنیٰ داده چه اوچت کړی ئی دی آسمانونه بغیردداسی ستنونه چه تاسوئی وینئ - یعنی ستنی شته خوتاسو ئی نه وینئ لیکن اول قول صحیح دی (ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ) استویٰ اوعرش په معنیٰ حقیقی سره دی بغیردتشبیه او تمثیل نه اوکیفیت ئی معلوم نه دی اوتاویل ئی حرام دی (لِأَجَلٍ مُسَمًّى) مراد ددی نه فنا ددنیا ده - (يُدَبِّرُ الْأَمْرَ) یعنی روستود رفع او استوی اوتسخیرنه تدبیرددی ئی بل چاته سپارلی نه دی (يُفَصِّلُ الْآيَاتِ) هغه دلیلونه مراد دی چه دلالت کوی په توحید اوپوره قدرت د اللّه تعالٰی باندی (لَعَلَّكُمْ) یعنی سره دتوحید نه دادلیلونه دبعث بعدالموت هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل