بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
المر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
الٓمّٓرٰ - دا آیاتونه دلوی کتاب دی - اوهغه چه نازل کړی شوی دی تاته ستادرب دطرف نه حق دی لیکن زیات خلق ایمان نه لری -
په دی کښی اختلاف دی چه دا سورة مکی دی یامدنی دی غوره قول دادی چه داسورة مکی دی -
ربط: ددی سورة دسورة یوسف سره دادی چه سورة یوسف کښی مسئله دتوحید په دلیل نقلی سره ثابته کړی شوه - نوپه دی سورة کښی عقلی دلیلونه او مثالونه ذکرکوی - دارنگ په هغه سورة کښی اثبات دصدق درسول وؤ نوپه دی سورة کښی دشبهاتوجوابونه ذکرکوی -
ددی سورة دوه دعوی دی - اوله دعویٰ اثبات دتوحید دی په پنځوطریقوسره - اوله طریقه رددی په څلورواقسامودشرک باندی چه شرک په علم کښی دی اوپه تصرف کښی دی - اوپه عبادت کښی دی - اوپه دعاکښی دی اودا په دیارلس آیتونوکښی دی - دوهمه طریقه دلیلونه عقلی تفصیلی دی او هغه هم دیارلس دی - اودریمه طریقه ذکرکول د آسمائ حسنیٰ د اللّه تعالٰی دی هغه هم دیارلس دی په حذف دتکرارسره - اوڅلورمه طریقه پنځه مثالونه دی - اوپنځمه طریقه مقابله ده په مینځ دصفاتودمؤحد اودمشرک کښی - چه لس صفات دمؤحد اودری صفات دمشرک ئی ذکرکړی دی نوداهم دیارلس دی - اودوهمه دعویٰ اثبات درسالت د رسول اللّٰه ﷺ دی په جواب کولوسره دشپږو شبهاتو په شهادت د اللّه تعالٰی اوداهل کتابوسره -
داسورة تقسیم دی شپږوبابونوکښی - اول باب تراووم آیت پوری دی - په دی باب کښی ترغیب دی دکتاب اللّه ته په (۱) کښی - بیادری عقلی دلیلونه دی په آیت (۴،۳،۲) کښی - بیادری زجرونه دی - اول زجرپه انکاردبعث سره دی په آیت (۵) کښی - اودوهم زجرپه طلب کولودعذاب په تلواری سره دی - اودریم زجرپه شبهه کولوسره په رسول ﷺ باندی په طلب کولودمعجزی سره دهغه نه -
په دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته په دری طریقوسره اول اعجازدقرآن په ذکردمقطعاتوسره - دوهم (تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ) اوالکتاب نه مراد کامل اوعظیم الشان کتاب دی - اودریم حکم په حقانیت ددی -